افغان غږ خبری آژانس - کابل: د عامې روغتیا وزارت د خوست ولایت د عامې روغتیا ریاست ته د شل میلیونه افغانیو په ارزښت د طبي وسایلو او تجهیزاتو د ورکړې اعلان وکړ.
خبرپاڼه زیاتوي، چې د دغه ولایت په خصوصي روغتون کې دغو طبي وسایلو او ماشینونو ته جدي اړتیا وه او د دغو تجهیزاتو په ترلاسه کولو سره به د دغه روغتون د اړتیا یوه برخه پوره شي.