دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۲ عقرب ۱۴۰۳ ساعت ۱۰:۳۰
د مطلب کود : 300465
د زابل په بېلابېلو سیمو کې د ۴ روغتیايي مرکزونو فعالول
د زابل د عامې روغتیا ریاست وايي، د دغه ولایت په دایچوپان، ارغنداب، شاجوی او شملزايی ولسوالیو کې یې څلور روغتیايي مرکزونه بېرته فعال کړي دي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د زابل ولایت د عامې روغتیا ریاست مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې په دې اړه په جوړو شویو مراسمو کې د زابل مرستیال والي مولوي محب الله حماس وویل چې د دغه ولایت چارواکي هڅه کوي په نورو سکتورونو کې په ځانګړې توګه د روغتیا په برخه کې د خلکو لپاره غوره خدمات او لازمې اسانتیاوې برابرې کړي.
دغه راز د زابل ولايت د عامي روغتيا رئيس ډاکټر ميرويس افغان هم په خپلو خبرو کي وويل، چي په دغو روغتيايي مرکزونو کي ۳ اساسي کلينيکونه او يو فرعي کلينيک شامل دي، چي پر پرسونل سربېره دغو کلينيکونو ته ۱۴۵ ډوله درمل هم ورکړل شوي دي.
د زابل ولايت د عامي روغتيا رئيس ټينګار وکړ، چي د ژمي له رارسېدو څخه د مخه د دغه ولايت په لرو پرتو سيمو کي روغتيايي مرکزونه د لازمو اسانتياوو د برابرولو او خلکو ته د غوره خدمتونو د وړاندي کولو په موخه هڅې رواني دي.
https://avapress.net/vdcd9z0skyt0zo6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته