دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۱ عقرب ۱۴۰۳ ساعت ۱۱:۱۰
د مطلب کود : 300408
د ایران او افغانستان ګډ هنري او کلتوري نندارتون به ډېر ژر په کابل کې جوړ شي
په کابل کې د ایران سفارت اعلان کړی چې په نږدې راتلونکي کې به په کابل کې د ایران او افغانستان ګډ کلتوري نندارتون جوړ شي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مطبوعاتي دفتر خبر ورکوي، چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ګرځندوی، مالیې او اداري معین مولوي قدرت الله جمال نن له غرمې مخکې د دغه وزارت له سیاسي مرستیال ډاکټر سید روح الله حسیني سره وکتل. 
د دغه وزارت له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دواړو لورو د ګرځندوی، فرهنګي او هنري موضوعاتو په اړه خبرې وکړې او خپل نظریات یې سره شریک کړل.
په کابل کې د ایران سفارت اعلان کړی چې په نږدې راتلونکي کې به په کابل کې د هنري او فرهنګي ګډ نندارتون جوړ شي.
ویل کېږي چې نوموړي د هېواد د ګرځندوی، مالیې او ادارې د مرستیال په مشرۍ یوه پلاوي ته ایران ته د سفر بلنه ورکړې ده.
https://avapress.net/vdcawwnea49nwy1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته