کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د ایران او افغانستان ګډ هنري او کلتوري نندارتون به ډېر ژر په کابل کې جوړ شي

21 عقرب 1403 ساعت 11:10

په کابل کې د ایران سفارت اعلان کړی چې په نږدې راتلونکي کې به په کابل کې د ایران او افغانستان ګډ کلتوري نندارتون جوړ شي.


آوا - کابل: د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مطبوعاتي دفتر خبر ورکوي، چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ګرځندوی، مالیې او اداري معین مولوي قدرت الله جمال نن له غرمې مخکې د دغه وزارت له سیاسي مرستیال ډاکټر سید روح الله حسیني سره وکتل. 
د دغه وزارت له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دواړو لورو د ګرځندوی، فرهنګي او هنري موضوعاتو په اړه خبرې وکړې او خپل نظریات یې سره شریک کړل.
په کابل کې د ایران سفارت اعلان کړی چې په نږدې راتلونکي کې به په کابل کې د هنري او فرهنګي ګډ نندارتون جوړ شي.
ویل کېږي چې نوموړي د هېواد د ګرځندوی، مالیې او ادارې د مرستیال په مشرۍ یوه پلاوي ته ایران ته د سفر بلنه ورکړې ده.


د مطلب کود: 300408

دمطلب پته :
https://www.avapress.net/ps/news/300408/د-ایران-او-افغانستان-ګډ-هنري-کلتوري-نندارتون-ډېر-ژر-په-کابل-کې-جوړ-شي

آوا
  https://www.avapress.net