افغان غږ خبری آژانس: صهیونیسټ رژیم د غزې تړانګې په شمال کښې په جبالیا کښې د «علوش» د کورنۍ د استوګنې ودانۍ په نښه کړې چې له امله یې ۳۲ تنه وژل شوی او په لسګونو نور ژوبل شوی دی.
د فلسطين د شهاب ويبپاڼې د خبريال د رپوټ له مخې د دغه جنايت زياتره قربانيان ښځې او ماشومان دي او تر اوسه پورې د لږ تر لږه ديارلسو ماشومانو جسدونه له خټو را ايستل شوي دي.
د دغه راپور له مخې، د دغه جنایت ځای ته د طبی او امدادی پرسونل او د ملکی دفاعی ځواکونو د نه رسیدو له امله د شهیدانو د شمیر د زیاتیدو احتمال زیات دی.
څه دپاسه یوه میاشت کیږي چې اسرائیلي پوځ د غزې په شمال کې د «جنرالانو د پلان» په چوکاټ کې د جګړې یو تر ټولو وحشیانه او ویجاړونکی کمپاین پیل کړی او د جبالیا، بیت لاهیا او بیت حنون اوسیدونکي یې د بې رحمۍ لاندې دي.
د 2024 په سپتمبر کې، جیورا ټاپو، د اسراییلو د پوځ پخوانی جنرال، د شمالي غزې تړانګې د اوسیدونکو د جبري بې ځایه کیدو او د دې رژیم لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو ته د یوې تړلې نظامي زون په توګه د بدلولو پلان وړاندیز وکړ.
د پوځ لوی شمېر جنرالانو هم د دې طرحې ملاتړ وکړ او له همدې امله د جنرالانو د طرحې په توګه وپېژندل شو. دا پلان د غزې د شمالي تړانګې د بشپړې کلابندۍ له لارې کلیدی شوی و، د بشردوستانه مرستو د ننوتلو مخه ونیوله او د پاتې ملکي وګړو لوږه یې وهله ترڅو د شمالي غزې تړانګې اوسیدونکي یا بیا کډوالۍ ته اړ شي یا مړه شي.