افغان غږ خبری آژانس - کابل: د پکتیا د اقتصاد ریاست مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې اسلامي امارت د ادارو په همغږۍ سره توانیدلی چې په ۱۴۰۳ کال کې د دوه سوه نهه بیلابیلو پروژو د تطبیق چارې پیل کړي.
په دغو پروژو کې د ښوونځيو، کلينيکونو، حلقوي سړکونو، سړکونو، بشري مرستو او نورو شيانو جوړول شامل وو.
د ځینو ودانیو چارې بشپړې شوې او د ځینو د تطبیق چارې روانې دي.
د دغو پروژو ټولیز لګښت څه باندې لس میلیونه ډالره او څه باندې پنځه سوه او لس میلیونه اته سوه نهه نوي زره افغانۍ وو.