د پکتيا ولايت سيمه ييز چارواکي وايي، سږ کال يې په پکتيا کې د څه باندې لس ميليونه ډالرو په لګښت د څه باندې دوه سوه بېلابېلو پرمختيايي پروژو د پلي کېدو چارې پيل کړې دي.
په پکتيا کې څه دپاسه دوه سوه پرمختيايي پروژې پلې شوې دي
20 عقرب 1403 ساعت 11:02
د پکتيا ولايت سيمه ييز چارواکي وايي، سږ کال يې په پکتيا کې د څه باندې لس ميليونه ډالرو په لګښت د څه باندې دوه سوه بېلابېلو پرمختيايي پروژو د پلي کېدو چارې پيل کړې دي.
آوا - کابل: د پکتیا د اقتصاد ریاست مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې اسلامي امارت د ادارو په همغږۍ سره توانیدلی چې په ۱۴۰۳ کال کې د دوه سوه نهه بیلابیلو پروژو د تطبیق چارې پیل کړي.
په دغو پروژو کې د ښوونځيو، کلينيکونو، حلقوي سړکونو، سړکونو، بشري مرستو او نورو شيانو جوړول شامل وو.
د ځینو ودانیو چارې بشپړې شوې او د ځینو د تطبیق چارې روانې دي.
د دغو پروژو ټولیز لګښت څه باندې لس میلیونه ډالره او څه باندې پنځه سوه او لس میلیونه اته سوه نهه نوي زره افغانۍ وو.
د مطلب کود: 300343