افغان غږ خبری آژانس: د اسرائیلو د پوځ ویاند په یوه بیان کې د ۲۰۲۴ کال د اکټوبر په ۲۶ نیټه د ۲۲۸ ایلون لوا د ۸۲۰۷ کنډک د برید په پایله کې د یو اسرائیلي عسکر د وژل کیدو خبر ورکړ.
د لبنان د النشره اډې د اعلامیې له مخې، د دغه صهیونیسټی عسکر مړینه په لبنان باندې د نیواکګر رژیم د هوایی حملو له دوام او د دغه هیواد په جنوب کښې د ځمکې له لارې د نفوذ او له حزب الله سره د مقابلې لپاره د هلوځلو په دوام سره ترسره کیږی.
د غاصب رژیم د پوځ ویاند د پنجشنبې په ورځ اعلان وکړ چې په لبنان کې د وروستیو اونیو په جګړو کې پنځه عسکر وژل شوي دي. هغه ټینګار وکړ چې د وژل شویو عسکرو د شمېر سربیره، د روانو نښتو په پایله کې ۱۶ تنه نور پوځیان ټپیان شوی دی.
په عین حال کې د لبنان حزب الله د لبنان پولو ته څیرمه په صهیونیسټ میشت ځایونو کې د اسرائیلي پوځیانو په نښه کولو ته دوام ورکوي. همداشان د لبنان د حزب الله عملیات د بې پیلوټه الوتکو او توغندیو سره چې تل ابیب او حیفا ته رسیږي دوام لري.