دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۵ عقرب ۱۴۰۳ ساعت ۱۶:۰۵
د مطلب کود : 300044
په غور کې د طبیعي پېښو له زیانمنو شویو څه باندې دوه زره کورنیو سره نغدي او خوراکي توکي ووېشل شول
د غور ولایت له طبیعي پېښو سره د مبارزې ریاست د ملګرو ملتونو په مالي مرسته په دغه ولایت کې له طبیعي پېښو څخه له څه باندې دوه زره بې ځایه شویو کورنیو سره د نغدو پیسو او خوراکي توکو د وېش اعلان وکړ.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د غور ولایت له طبیعي پیښو سره د مبارزې ریاست مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې دغې ادارې د دغه ولایت د مهاجرینو چارو ریاست په همکارۍ او له مرستندویه موسسو سره په همغږۍ نغدي مرسته وکړه. په زیانمنو شویو کورنیو خوراکي توکي او ژمني توکي وویشل شول.
په دې مرسته کې هرې کورنۍ ته ۲۲۲۰۰ افغانۍ نغدې پیسې، اوړه، غوړي، وریجې، ژمني جامې او کمپلې شاملې دي، چې د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمېشنرۍ (IOM) په مالي مرسته برابرې شوې او پر یادو کورنیو ووېشل شوې. 
د يادونې وړ ده، چې په غور ولايت کې سيلابونو خلکو ته ځاني او مالي زيانونه اړولي دي.
https://avapress.net/vdcgtz9wtak9zz4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته