دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۵ عقرب ۱۴۰۳ ساعت ۱۵:۳۵
د مطلب کود : 300040
په پنجشېر کې د څه باندې ۶ زره خوارځواکۍ ماشومانو درملنه شوي دي
د پنجشېر ولایت سیمه ییز چارواکي خبر ورکوي، چې په تېرو ۸ میاشتو کې د دغه ولایت د سرې میاشتې د نمایندګۍ په روغتیايي مرکزونو کې تر ۶ زرو ډېر ماشومان په خوارځواکۍ اخته شوي دي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د پنجشیر د سرې میاشتې د نمایندګۍ دفتر مشر عبدالرحمن کلانتری وايي، دغه ماشومان په حاد، متوسط ​​او نورماله خوارځواکۍ اخته وو، چې له پیل څخه د دغې ادارې په روغتیايي مرکزونو کې تر درملنې لاندې وو. 

هغه زياته کړه، چې په پنجشېر کې د سرې مياشتې ادارې د روغتيايي مرکزونو له لارې د ٦٤١٠ خوارځواکيو ماشومانو درملنه په وړيا ډول ترسره شوې او هر يو ته ځانګړي غذايي مواد ووېشل شول.

د يادونې وړ ده، چې اوسمهال د پنجشېر سرې مياشتې اداره درې روغتيايي مرکزونه، يو فرعي روغتيايي مرکز، يو ثابت روغتيايي مرکز او يو فعال ګرځنده روغتيايي ټيم لري او د پنجشېر د عامې روغتيا له رياست سره په همغږۍ په دغه ولايت کې روغتيايي خدمات وړاندې کوي.
https://avapress.net/vdcc0xq1x2bqxx8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته