دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۵ عقرب ۱۴۰۳ ساعت ۰۹:۳۸
د مطلب کود : 299978
د عامې روغتیا وزارت: د هېواد روغتیا سکتور تر ډېره پر ځان بسیا کېدو ته نږدې شوی دی
د هېواد د عامې روغتیا وزارت چارواکي د (OCHA) د وروستي راپور په غبرګون کې چې په کې یې د هېواد د روغتیايي سیستم د سقوط د احتمالي خطر په اړه اندېښنه ښودلې؛ وویلې چې "د هیواد روغتیایی سیسټم ځان بسیا کیدو ته نږدې شوی دی".
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د عامې روغتیا وزارت ویاند شرافت زمان امرخیل وايي، د هېواد روغتیايي سیستم تر ډېره پر ځان بسیا کېدو ته نږدې شوی دی.
ښاغلي امرخېل رسنیو ته ویلي، چې ډېری خدمات د کورنیو بودیجې په کارولو سره برابرېږي.
د طلوع نیوز د راپور له مخې نوموړي زیاته کړه: الحمدلله د هېواد روغتیايي سیستم د خودکفايي پر لور روان دی، ډېر خدمات د داخلي بودیجې له لارې برابرېږي، د ادارو شمېر ډېر شوی او ډېری روغتیايي مرکزونه د امارت له لوري تمویلېږي. " "موږ لاهم هڅه کوو چې په ځان بسیا شو، مګر موږ لاهم نړیوالې همغږۍ او همکارۍ ته اړتیا لرو ترڅو غوره خدمات وړاندې کړو او ساري ناروغۍ کنټرول کړو."
د عامې روغتیا وزارت ویاند دغه څرګندونې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ د دفتر (OCHA) د هغه راپور په غبرګون کې وکړې، چې په هېواد کې یې د روغتیايي سیستم د سقوط په اړه اندېښنه ښودلې وه.
د افغانستان د بشري چارو د همغږۍ دفتر (OCHA) په تېرو درېیو کلونو کې د بشري مرستو په اړه راپور خپور کړی او ویلي یې دي چې وچکالي، د اقلیم بدلون، د بانکدارۍ سیستم ګډوډۍ او نورې اقتصادي ستونزې د دې لامل شوي چې د افغانستان روغتیايي سیستم له ګواښ سره مخ شي.
په دې راپور کې راغلي: "دا وضعیت د جدي اقتصادي خرابوالي له امله رامینځته شوی، چې د بانکدارۍ سکټور ګډوډۍ، د دوه اړخیزو پراختیایي همکاریو ناڅاپي بندیدل، د بې وزلۍ زیاتوالی او د خوراکي توکو کمښت، په تیرو 30 کلونو کې ترټولو بده وچکالي، او د عامې روغتیا سیسټم د سقوط احتمالي خطر.
په دغه راپور کې دا هم راغلي چې د اسلامي امارت له تسلط وروسته افغانستان په تیرو دریو کلونو کې په ملیونونو ډالره مرستې ترلاسه کړي او دغه مرستې په ۲۰۲۲ کال کې خپل اوج ته ورسیدې.
د راپور په یوه برخه کې راغلي: «د ۲۰۲۱ کال د اګسټ له ۱۵ راهیسې، د اسلامي امارت له جوړېدو وروسته، افغانستان شاوخوا ۶،۷ میلیارده ډالره بشري مرستې ترلاسه کړې چې په ۲۰۲۲ کال کې شاوخوا ۳،۳ میلیارد ډالرو ته ورسېدې. دا مرستې په داسې حال کې برابرې شوې چې د انسانانو اړتیاوې په بې ساري ډول زیاتې شوې او په ۲۰۲۳ کال کې ۲۹.۲ میلیونو کسانو ته ورسېدې.
https://avapress.net/vdcjahe8ouqehhz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته