دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۴ عقرب ۱۴۰۳ ساعت ۱۹:۳۰
د مطلب کود : 299971
د صهيونېسټ رژيم لخوا د لبنان په جنوب کښې د يو کلي په بشپړه توګه تباه کول
صهیونیسټي نیواکګرو عسکرو د لبنان په جنوب کښې د «مس الجبل» په کلي کښې ټول کورونه بمبار کړل او په بشپړه توګه یې ویجاړ کړل.
افغان غږ خبری آژانس: په تیرو څو ورځو کې د لبنان په جنوبی سیمو کښې د کلیو د بشپړې چاودنې صحنې څو څو ځله په اسرائیلی رسنیو کښې خپرې شوی دی. نیواکګر چې د حزب الله له جنګیالیو سره په ځمکنۍ جګړه کې په ټپه ولاړ دي، د کلیو د بشپړ ویجاړولو په لور روان شوي دي.
نن ورځ د عبراني ژبې رسنیو د لبنان په جنوب کې د «مس الجبل» کلي د بشپړې ویجاړۍ او چاودنې د شیبې ویډیوګانې خپرې کړې. په دې ویډیو کې صهیونیسټي پوځیانو د خندل په حال کې د چاودیدونکو توکو په ډکولو سره ټول کلی ویجاړ کړ.
تر دې مخکې هم په رسنیو کې د «متموره»، «محبیب»، «کفرکلا» او «الظاهرة» کلیو د چاودنې او بشپړې ویجاړۍ ویډیوګانې خپرې شوې وې. د کتونکو په وینا، صهیونیسټي پوځ هڅه کوي چې د جګړې له پای ته رسیدو وروسته هم د کلیو په بشپړ ویجاړولو سره له جنوب څخه د بې ځایه شویو خلکو د راستنیدو مخه ونیسي.
د بمباریو په واسطه د کلیو ویجاړول، په داسې حال کې چې د لبنان په سویل کې لسګونه کلي د درنو هوایي بریدونو په پایله کې تقریبا په بشپړه یا جزوي توګه ویجاړ شوي دي.
https://avapress.net/vdccmoqis2bqoo8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته