دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۴ عقرب ۱۴۰۳ ساعت ۱۷:۵۰
د مطلب کود : 299967
په جوزجان کې د اته میلیونه افغانیو په لګښت د ۱۹ ښوونځیو د بیارغونې چارې پیل شوې
د پوهنې وزارت وايي، د دغه وزارت له داخلي بودیجې څخه د ۸ میلیونه افغانیو په لګښت په جوزجان ولایت کې د ۱۹ ښوونځیو د بیارغونې چارې پیل شوې دي.
افغان غږ خبری آژانس: د افغانستان د پوهنې وزارت د دوشنبې په ورځ په یوه خبرپاڼه کې وویل، چې د جوزجان ولایت په لسو ولسوالیو کې د ۱۹ ښوونځیو د بیارغونې پروژې د ۸ میلیونه افغانیو په لګښت ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې وزارت
 
دغه څرګندونې د جوزجان د پوهنې رييس سيد حفيظ الله معتصم الله د دغو پروژو د پرانېستې پر مهال وکړې او ويې ويل، چې په درسي او تدريسي بهير کې د نصاب او درسي بهير کيفيت مهم دى او زياته يې کړه، چې د پوهنې وزارت به په دې برخه کې هڅې وکړي.
 
د يادونې وړ ده، چې د هېواد د ۲۰ اشغال او جګړو پر مهال په دغه ولايت کې ښوونځي زيانمن شوي او ځايي اوسېدونکو هم په خپلو سيمو کې د ښوونځيو پر بيا پيلېدو خوښي څرګنده کړې او د پوهنې وزارت د مشرتابه له هڅو يې مننه کړې ده.
https://avapress.net/vdch-wniq23nwwd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته