افغان غږ خبری آژانس: د مالیې وزارت د عوایدو او ګمرکونو وزیر مفتي عبدالمتین سعید د هرات له والي مولانا اسلامجر سره وکتل.
هغه وويل، دغه ولايت ته يې د سفر موخه د هرات په ګمرک کې د لازمو اسانتياوو رامنځته کول، د وسايطو د بندولو او له بهر څخه په وارد شويو ورته توکو د ګمرکي تعرفو لوړول و.
په دې کتنه کې د هرات والي د دغه ولايت په ګمرکونو کې د اسانتياوو پر زياتوالي د ټينګار تر څنګ د عوايدو او ګمرکونو له وزير څخه وغوښتل چې د هرات د سوداګرو او صنعتکارانو ستونزې په سمه توګه حل کړي.
په دې وروستيو کې د هېواد د عوايدو او ګمرکونو وزير د هرات له سيمه ييزې ادارې مننه وکړه چې د سوداګرو او صنعتکارانو لپاره يې د لازمو اسانتياوو د رامنځته کولو او د هغوى د ستونزو د حل په برخه کې ژمنه وکړه او د قاچاقي توکو د ننوتلو په مخنيوي کې يې د هرات د ګمرک د فعاليتونو ستاينه وکړه. توکي