افغان غږ خبری آژانس: د هرات ښاروال ملا نعمت الله حسن د دغې پروژې د پرانېستې په مراسمو کې وویل چې په دې پروژه کې د هرات ښار د اوومې ناحیې له خواجه کلا څخه تر هوز کربز پورې د سړک د جنوبي لین جوړول شامل دي.
نوموړي د پروژې له پيل څخه خوښي وښوده، ښاريانو ته يې د کار د ښه کيفيت ډاډ ورکړ او له اړوندو مسوولينو او انجنيرانو يې وغوښتل، چې د پروژې له کيفيت څخه په دوامداره توګه څارنه وکړي.
د هرات ښاروال هم له قراردادي څخه وغوښتل چې چارې دې په معیاري ډول ترسره او پر خپل وخت بشپړې کړي.