دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۴ عقرب ۱۴۰۳ ساعت ۰۹:۵۱
د مطلب کود : 299895
په لغمان کې د چک بندونو په جوړېدو سره به ۵۱۰ جریبه ځمکه خړوبه شي
د افغانستان د انرژۍ او اوبو وزارت وايي، د لغمان ولایت په صبرآباد او شهیدان بالایی کې د بندونو او چک بندونو لومړنۍ سروې پیل شوې او د دغو بندونو په جوړېدو سره به ۵۱۰ جریبه ځمکه خړوبه شي او ۱۸ زره متر مکعب اوبه خوندي شي. 
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د اوبو او انرژۍ وزارت مطبوعاتي دفتر په لغمان ولایت کې د کانالونو د بندونو تخنیکي سروې اعلان کړه.
دغه وزارت وايي، د انرژۍ او اوبو وزارت تخنیکي ټیم د صبر آباد او شهیدان بالایی کانالونو، د کڅ سولر سیسټم او د لغمان د سمندري حوزې د ګنداب د چک بند لومړنۍ سروې کړې ده.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې د يادو شويو پروژو په پلي کېدو سره به ٥١٠ جريبه خړوبه ځمکه او ١٨ زره متر مکعب اوبه خوندي شي.
د کارپوهانو په اند د چک بندونو او بندونو جوړول او رغول د کرنې د ودې او همدارنګه د ځمکې لاندې اوبو د زېرمه کولو لپاره ګټور تمامېدای شي.
https://avapress.net/vdchwwnim23nw6d.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته