افغان غږ خبری آژانس - کابل: د رئیس الوزرا اقتصادي مرستیال د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د دغو بندونو په جوړېدو سره به له یوې خوا د سیلابونو د زیانونو مخه ونیول شي او له بلې خوا به یې له اوبو څخه ګټه واخیستل شي. کروندې خړوبوي او کرنې ته وده ورکړي.
باید وویل شي، چې ملګرو ملتونو تر دې وړاندې هم د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې سلګونه بندونه جوړ کړي وو.