افغان غږ خبری آژانس - کابل: د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مطبوعاتي دفتر د دغه وزارت د کرنې او مالدارۍ وزیر پوهاند عثماني د "بې وزلۍ د کمولو او ودې" په نړیواله غونډه کې خبرې اترې وکړې. د کرنې" سرمشريزه چې د بېلا بېلو هېوادونو د کرنې د چارواکو په شتون کې د چین په بیجینګ شار کی جوړه شوه دا غوښتنه وکړه.
د دغه وزارت په وینا، ښاغلي عثماني په خپلو خبرو کې له هغو هېوادونو سره چې د اوبو د کمښت، جګړې او نورو ناخوالو له ستونزو سره مخ دي، د ملاتړ پر اهمیت ټینګار وکړ او زیاته یې کړه: افغانستان یو له هغو هېوادونو څخه دی چې د ودې او پرمختګ زمینه ورته برابره ده.
هغه وويل، چې که نړۍ غواړي د بېوزلۍ کچه راټيټه کړي، نو افغانستان اوس د نړۍ لپاره خوندي ځاى دى او هلته کرنه، کانونه، صنعت او سوداګري وده کوي.
ښاغلي عثماني له نړۍ هم وغوښتل چې په افغانستان کې پانګونه وکړي.
نوموړي همدارنګه په افغانستان کې د کوکنارو د کښت د منع په اړه هم خبرې وکړې او زیاته یې کړه: افغانستان شل کاله د نشه يي توکو او کوکنارو د ستر تولیدونکي هېواد په توګه پیژندل کیده، خو د افغانستان اسلامي امارت د یوه ځانګړي فرمان په صادرولو سره د کوکنارو کښت صفر ته راټیټ کړ. اوس د بزګرانو محصولات حلال شوي دي.
د کرنې وزارت دغه چارواکي همداراز ټینګار وکړ چې که نړۍ غواړي چې کرنه وده وکړي، باید د افغانستان د کرنې په برخه کې پانګونه وکړي. د هغه په وينا، د بديل معيشت د پروګرامونو په پلي کولو سره به له افغان کروندګرو سره مرسته وکړي او نړۍ به د کوکنارو له ککړتيا څخه پاکه کړي.
نوموړي له نړیوالو مرستندویه موسسو هم وغوښتل چې شته امنیت ته په پام سره له افغان بزګرانو سره لازمې مرستې وکړي.
ویل کیږي، چې په دې غونډه کې د اکسفورډ پوهنتون یوه استاد هم د افغانستان پر وضعیت اندېښنه وښوده او د بېلابېلو هېوادونو له چارواکو یې له افغانستان سره د همکارۍ غوښتنه وکړه.
د يادونې وړ ده، چې دغه نړيواله غونډه د چين په کوربه توب جوړه شوې وه او د بېلا بېلو هېوادونو د کرنې کارپوهانو او چارواکو په کې ګډون کړی و.