افغان غږ خبری آژانس - کابل: د کندهار د سوداګرۍ او صنایعو خونه وايي، د دغه ولایت د انارو د صادراتو په اړه یې د دغه هېواد له یو شمېر سوداګرو سره خبرې کړي او هڅه کوي چې سیمه ییز بازار موندنه لا پراخه کړي.
د دې خونې د مسوولینو د معلوماتو له مخې، تر اوسه ۲۰ زره ۸۹۴ ټنه انار پاکستان، هند او قزاقستان ته صادر شوي دي.
د کندهار د سوداګرۍ او صنایعو خونې مرستیال عبدالباقي بینا رسنیو ته وویل:«موږ د انارو د صادراتو د زیاتوالي لپاره پر یوې ستراتیژۍ کار کوو او تر اوسه مو ۲۰۸۹۴ ټنه انار پاکستان، هند او قزاقستان ته صادر کړي دي. موږ له چینايي لوري سره هم خبرې اترې کړې دي، چې هغوی هم هیله څرګنده کړې ده.»
د کندهار اوسېدونکي وايي، سږ کال د دغه ولايت د انارو حاصلات ډېر شوي، خو بهر ته يې کم صادر شوي دي.
د يادونې وړ ده، چې د کندهار انار، چې په نړيواله کچه شهرت لري، په دې ولايت کې پر ١٥ زره هکتاره ځمکه کرل کېږي او سږ کال به له دغو باغونو څخه ٢٧٤ زره ټنه انار حاصل شي.