د کندهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وايي، په تېره یوه میاشت کې تخنیکي پلاوي د دغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې ۱۰۱۳۴ جریبه ځمکه دولتي تثبیت کړې ده.
افغان غږ خبری آژانس: د کندهار د کرنې ریاست ویاند محمد حنیف حقمل وايي، په تېره یوه میاشت کې یو تخنیکي پلاوي د دغه ولایت په مرکز او ۱۹ ولسوالیو کې ۱۰۱۳۴ جریبه ځمکه دولتی تثبیت کړي ده. د چارواکو په وینا، په ټول هېواد کې زرګونه جریبه دولتي ځمکې له غاصبینو او زورواکو بېرته نیول شوې دي.