دخپریدو نیټه :يکشنبه ۶ عقرب ۱۴۰۳ ساعت ۱۴:۳۳
د مطلب کود : 299370
په لوګر کې د شپږ میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو رسولو شبکه جوړه شوه
د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت وايي، د دغه ولایت په برکي برک ولسوالۍ کې د شپږ میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو رسولو د یوې شبکې د جوړولو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د اسلامی امارت د کلیو پراختیا او بیارغونې وزارت مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د لوګر ولایت په برکي برک ولسوالۍ کې د څښاک د پاکو اوبو د یوې صحي شبکې د کار د پیل خبر ورکړی او زیاته کړې یې ده، چې تر اوسه ۴۰۰ کورنۍ له برېښنا برخمنې دي. 
دغه وزارت زیاتوي، چې د لوګر په برکي برک ولسوالۍ کې د اوبو رسولو د شبکې په جوړېدو سره ۴۰۰ کورنیو د څښاک پاکې اوبه ترلاسه کړې.
په دغه خبرپاڼه کې راغلي دي چې دغه شبکه د شپږ میلیونه افغانیو په لګښت جوړه شوې چې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د وجهي صندوق له خوا ورکول کیږي.
د يادونې وړ ده، چې تر دې وړاندې د دې ولسوالۍ اوسېدونکي د څښاک پاکو اوبو ته پوره لاسرسى نه درلود.
https://avapress.net/vdcfe1d0xw6d1ma.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته