دخپریدو نیټه :يکشنبه ۶ عقرب ۱۴۰۳ ساعت ۱۰:۰۴
د مطلب کود : 299335
د بې پولۍ ډاکټرانو بنسټ په افغانستان کې د روغتیايي خدمتونو پر ښه کولو ټینګار کوي
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، په افغانستان کې د بې پولو ډاکټرانو بنسټ مشر د دغه وزارت له سرپرست سره په کتنه کې په هېواد کې د روغتیايي خدمتونو پر ښه والي ټینګار وکړ.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د اسلامي امارت د عامې روغتیا وزارت مطبوعاتي دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د دغه وزارت سرپرست مولوي نور جلال جلالي د بې پولۍ ډاکټرانو ټولنې له رئیس میکایل لیپي سره وکتل.
په دغه کتنه کې دواړو لورو په هېواد کې د بې پولې ډاکټرانو د روغتیايي مرکزونو او خدماتو د ښه والي په اړه بحث او د نظر تبادله وکړه.
د عامې روغتیا وزارت سرپرست د دغه بنسټ د مرستو او همکاریو قدرداني وکړه او له روغتیايي سکتور سره یې د دغه بنسټ د مرستو پر لا زیاتې همغږۍ او پراختیا ټینګار وکړ.
له بلې خوا د بې سرحده ډاکټرانو ټولنې رئیس په افغانستان کې د روغتیايي خدمتونو د ښه والي او د دې سکتور د لا پراختیا لپاره خپله ژمنه څرګنده کړه او د خدمتونو پر کیفیت او همغږۍ یې ټینګار وکړ.
https://avapress.net/vdcgwy9xnak9yw4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته