دخپریدو نیټه :يکشنبه ۶ عقرب ۱۴۰۳ ساعت ۱۰:۰۱
د مطلب کود : 299334
د کان کیندنې لپاره د روسیې او بحرین پانګوالو چمتووالی اعلان کړ
يو شمېر روسي او بحريني پانګوالو د لومړي وزير له سياسي مرستيال سره په کتنه کې د کانونو د استخراج په برخه کې د پانګونې لپاره د چمتووالي د اعلانولو په ترڅ کې وويل، لېوالتيا لري چې د روغتيا او نورو برخو کې هم پانګونه وکړي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د رئیس الوزرا د دفتر مطبوعاتي دفتر اعلان کړی چې د رئیس الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د بحرین او روسیې له یو شمېر سوداګرو او پانګوالو سره په سپیدار ماڼۍ کې وکتل.

د دغه ریاست د معلوماتو له مخې، په دې ناسته کې د روسیې او بحرین پانګوالو په افغانستان کې پانګونې ته چمتووالی وښود او ویې ویل، دوی لېواله دي چې د کانونو د استخراج، هوايي چلند امنیت او د مسلکي کسانو د روزنې ترڅنګ د روغتیا او نورو برخو کې پانګونه وکړي.

دوی همدا راز زیاته کړه چې په افغانستان کې د پانګونې شرایط او له پانګوالو د اسلامي امارت ملاتړ بهرني پانګوال او شرکتونه په افغانستان کې کار کولو ته لېواله کړي دي.

له بلې خوا دجمهور رييس سياسي مرستيال مولوي عبدالکبير په دې خبرې سره چې داسلامي امارت له فتحې وروسته داقتصادي پياوړتيا په برخه کې زيات تمرکز شوى دى وايي چې په دې برخه کې زياتې هلې ځلې شوي دي. 

نوموړي د بحرین او روسیې سوداګرو او پانګوالو ته ډاډ ورکړ، چې اسلامي امارت ټولو پانګوالو ته لازمې اسانتیاوې او شرایط برابر کړي او همدا راز یې زیاته کړه، چې په افغانستان کې ښه کاري فرصتونه شته، چې باید ترې ګټه واخیستل شي.

د يادونې وړ ده، چې اوسمهال د نفتو او نورو معدنونو د استخراج، درمل جوړولو او د بندونو او سړکونو د جوړولو په برخو کې بنسټيزې پروژې پلې کېږي.
https://avapress.net/vdcfm1d0jw6d1ma.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته