دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲ عقرب ۱۴۰۳ ساعت ۱۵:۵۳
د مطلب کود : 299154
په دایکنډي کې د څه دپاسه یو میلیون افغانیو په ارزښت یوه پروژه پرانیستل شوه
د دایکندي ولایت په مرکز نیلي ښار کې د څه باندې یو میلیون افغانیو په لګښت د فلزي کیبلونو د نصبولو پروژه پرانیستل شوه.
افغان غږ خبری آژانس - بامیان: د دایکنډي ښاروالۍ وایي، د فلزي کیبلونو د نصبولو پروژه نن چهارشنبه د ۱۳۹۳ لمریز کال د تلې ۲ مه د لوړ پوړو دولتي چارواکو او د ښار د یو شمېر ښاریانو په حضور کې پرانیستل شوه.
د دې پروژې بودیجه یو میلیون ۵۰۰ زره افغانۍ ده چې د نیلي ښاروالۍ له خوا ورکول کیږي او تر کار لاندې ساحه د نیلي ښار (د دایکندي مرکز) د وسله والو ځواکونو سړک دی.
د دایکنډي مرستیال والي احسان الله رحمت یار د ښاروالۍ د کارونو ستاینه وکړه او ویې ویل چې د نیلي ښار بیارغونه د ښاروالۍ له اساسي موخو څخه ده.
https://avapress.net/vdcft1d0jw6d1ya.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته