کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په دایکنډي کې د څه دپاسه یو میلیون افغانیو په ارزښت یوه پروژه پرانیستل شوه

2 عقرب 1403 ساعت 15:53

د دایکندي ولایت په مرکز نیلي ښار کې د څه باندې یو میلیون افغانیو په لګښت د فلزي کیبلونو د نصبولو پروژه پرانیستل شوه.


آوا - بامیان: د دایکنډي ښاروالۍ وایي، د فلزي کیبلونو د نصبولو پروژه نن چهارشنبه د ۱۳۹۳ لمریز کال د تلې ۲ مه د لوړ پوړو دولتي چارواکو او د ښار د یو شمېر ښاریانو په حضور کې پرانیستل شوه.
د دې پروژې بودیجه یو میلیون ۵۰۰ زره افغانۍ ده چې د نیلي ښاروالۍ له خوا ورکول کیږي او تر کار لاندې ساحه د نیلي ښار (د دایکندي مرکز) د وسله والو ځواکونو سړک دی.
د دایکنډي مرستیال والي احسان الله رحمت یار د ښاروالۍ د کارونو ستاینه وکړه او ویې ویل چې د نیلي ښار بیارغونه د ښاروالۍ له اساسي موخو څخه ده.


د مطلب کود: 299154

دمطلب پته :
https://www.avapress.net/ps/news/299154/په-دایکنډي-کې-د-څه-دپاسه-یو-میلیون-افغانیو-ارزښت-یوه-پروژه-پرانیستل-شوه

آوا
  https://www.avapress.net