افغان غږ خبری آژانس - مزار شریف: د سرپل ولایت والي مولوي محمد ظریف مظفري د بلخاب ولسوالۍ د امنیه قومندان او نورو سیمه ییزو چارواکو په ملتیا د بلخاب ولسوالۍ د ستونزو د څیړلو او له خلکو سره وکتل.
د سرپل والي وويل چې د دغه ولايت د بلخاب ولسوالۍ د اوسېدونکو ستونزې به تر څېړنو وروسته حل شي او ډاډ درکوم چې د خلکو په خدمت کې به يم.
هغه زیاته کړه، د بلخاب ولسوالۍ د دولتي ادارو ترمنځ همغږي او همکاري اړینه ده او د خلکو د ستونزو په هواري کې باید له پامه ونه غورځول شي، ځکه ولسونه د غوره خدمتونو مستحق دي.
مولوي مظفر په دولتي ادارو کې له مراجعينو سره د مسوولينو او مامورينو پر ښه سلوک او چلند ټينګار وکړ او ويې ويل، د خلکو درناوى دې وشي، څو اسلامي اصول مراعات شي او له خلکو سره ښه او انساني چلند وشي.
په همدې حال کې د سرپل ولایت د بلخاب ولسوالۍ ولسوال محمد حسین سنګر دوست وايي: په دې ولسوالۍ کې د اسلامي امارت د رهبرۍ فرمانونه په بشپړه توګه پلي کیږي او موږ به هڅه وکړو چې د خلکو د خلاصون لپاره زمینه برابره کړو. خلکو ته غوره خدمتونه. نوموړي همدا راز له والي څخه وغوښتل، چې د يادې ولسوالۍ د ستونزو هواري ته زياته پاملرنه وکړي.
د يادونې وړ ده، چې د سرپل والي په بلخاب ولسوالۍ کې د ټولنې له بېلابېلو قشرونو سره وکتل او د ستونزو د حل ژمنه يې وکړه.