دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲ عقرب ۱۴۰۳ ساعت ۱۱:۲۲
د مطلب کود : 299129
په ۲۰۹ خالد بن ولید قول اردو کې د "خالد غږ" تر نامه لاندې راډیويي خپرونو پیل
د خالد بن ولید په ۲۰۹ قول اردو کې د "خالد غږ" په نوم یوې راډیو په ۱۰۷،۷ ایف ایم خپرونې پیل کړې.
افغان غږ خبری آژانس- کابل: به نومی راډیو؛ "د خالد غږ" په ۲۰۹ خالد بن ولید قول اردو کې په 107.7 ایف ایم خپرونې پیل کړې.
 
د باختر آژانس د رپوټ له مخې دغې راډيو په اسلامي او ملي ارزښتونو په ټينګار سره؛ د سهار له ۸ بجو څخه د مازدیګر تر ۴ بجو پورې به خپلې دیني، نظریاتي، کلتوري، روغتیايي او تفریحي خپرونې په ژوندۍ بڼه خپروي.
 
د چارواکو په وینا، دا راډیو اورېدونکو ته اسلامي او شرعي احکام رسوي او د افغانانو ترمنځ د یووالي، هماهنګۍ او سولې فضا رامنځته کوي.
 
په همدې حال کې یو شمېر کسانو د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د ملي دولتي تلویزیون د ولایتي مرکزونو د تړلو اعلان کړی دی.
https://avapress.net/vdchiwniw23nwzd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته