دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲ عقرب ۱۴۰۳ ساعت ۱۱:۱۶
د مطلب کود : 299127
په غور ولایت کې د سېلاب ځپلو لپاره ځانګړې استوګنځي پرانیستل شوه
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي، د غور ولایت په مرغاب ولسوالۍ کې یې د سېلاب ځپلو لپاره د اوسېدو ځای پرانیست.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر د غور ولایت په مرغاب ولسوالۍ کې د سیلاب ځپلو کورنیو لپاره د یوه ځانګړي بست د جوړولو خبر ورکړی دی.
 
د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، په هستوګنځي کې ۱۰۰ کورونه جوړ شوي دي.
 
په خبرپاڼه کې دا هم ویل شوي چې د ۱۰۰ نورو کورونو د جوړولو کار هم پیل شوی دی.
 
د غور ولایت په مرغاب ولسوالۍ کې سېلابونو څه باندې دوه زره کورونه په جزوي یا بشپړ ډول ویجاړ کړي دي.
 
ویل کیږي چې اسلامي امارت هڅه کوي دغو کورنیو ته د سرپناه زمینه برابره کړي.
https://avapress.net/vdcf01d0ew6d1ya.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته