کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په غور ولایت کې د سېلاب ځپلو لپاره ځانګړې استوګنځي پرانیستل شوه

2 عقرب 1403 ساعت 11:16

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي، د غور ولایت په مرغاب ولسوالۍ کې یې د سېلاب ځپلو لپاره د اوسېدو ځای پرانیست.


آوا - کابل: د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر د غور ولایت په مرغاب ولسوالۍ کې د سیلاب ځپلو کورنیو لپاره د یوه ځانګړي بست د جوړولو خبر ورکړی دی.
 
د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، په هستوګنځي کې ۱۰۰ کورونه جوړ شوي دي.
 
په خبرپاڼه کې دا هم ویل شوي چې د ۱۰۰ نورو کورونو د جوړولو کار هم پیل شوی دی.
 
د غور ولایت په مرغاب ولسوالۍ کې سېلابونو څه باندې دوه زره کورونه په جزوي یا بشپړ ډول ویجاړ کړي دي.
 
ویل کیږي چې اسلامي امارت هڅه کوي دغو کورنیو ته د سرپناه زمینه برابره کړي.


د مطلب کود: 299127

دمطلب پته :
https://www.avapress.net/ps/news/299127/په-غور-ولایت-کې-د-سېلاب-ځپلو-لپاره-ځانګړې-استوګنځي-پرانیستل-شوه

آوا
  https://www.avapress.net