دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱ عقرب ۱۴۰۳ ساعت ۲۱:۰۶
د مطلب کود : 299115
په دایکندي ولایت کې د نږدې یو میلیون افغانیو په ارزښت دوه ټولګټې پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې
د دایکندي ولایت چارواکو د دغه ولایت په مرکز کې د کورنیو پارک لپاره د محافظوي دیوال او د بادامو د ګلانو د یوه چوک د جوړولو په ګډون د دوو ټولګټو پروژو د پرانستلو خبر ورکړ.
افغان غږ خبری آژانس - بامیان: د دایکنډي ولایت د مرستیال احسان الله رحمت یار، د دغه ولایت د ښاروال قاري خالد احمد فضلي او رئیسانو په حضور کې د فامیلي پارک او بادام چوک د جوړولو په ګډون د عامه ګټو دوه پروژې پرانیستل شوې.
د دایکنډي مرستیال والي احسان الله رحمت یار د نیلي ښار د زیربناوو بیارغونه د اسلامي امارت له اهدافو څخه وبلل او ویې ویل چې د ودانیو ساتنه د ښاریانو دنده ده.
د دايکنډي ښاروال وويل، چې د يادو پروژو له پلي کېدو څخه يې موخه د کورني پارک د امنيت رامنځته کول، دننه د ودانيو ساتنه، د تفريح ځايونو رامنځته کول او مسافرو ته د اسانتياو برابرول دي.
https://avapress.net/vdccsoqip2bqos8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته