کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په دایکندي ولایت کې د نږدې یو میلیون افغانیو په ارزښت دوه ټولګټې پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

1 عقرب 1403 ساعت 21:06

د دایکندي ولایت چارواکو د دغه ولایت په مرکز کې د کورنیو پارک لپاره د محافظوي دیوال او د بادامو د ګلانو د یوه چوک د جوړولو په ګډون د دوو ټولګټو پروژو د پرانستلو خبر ورکړ.


آوا - بامیان: د دایکنډي ولایت د مرستیال احسان الله رحمت یار، د دغه ولایت د ښاروال قاري خالد احمد فضلي او رئیسانو په حضور کې د فامیلي پارک او بادام چوک د جوړولو په ګډون د عامه ګټو دوه پروژې پرانیستل شوې.
د دایکنډي مرستیال والي احسان الله رحمت یار د نیلي ښار د زیربناوو بیارغونه د اسلامي امارت له اهدافو څخه وبلل او ویې ویل چې د ودانیو ساتنه د ښاریانو دنده ده.
د دايکنډي ښاروال وويل، چې د يادو پروژو له پلي کېدو څخه يې موخه د کورني پارک د امنيت رامنځته کول، دننه د ودانيو ساتنه، د تفريح ځايونو رامنځته کول او مسافرو ته د اسانتياو برابرول دي.


د مطلب کود: 299115

دمطلب پته :
https://www.avapress.net/ps/news/299115/په-دایکندي-ولایت-کې-د-نږدې-یو-میلیون-افغانیو-ارزښت-دوه-ټولګټې-پروژې-ګټې-اخیستنې-ته-وسپارل-شوې

آوا
  https://www.avapress.net