افغان غږ خبری آژانس - کابل: د اسلامي امارت د عدلیې وزارت مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د ځمکو د غصب د مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د بیرته راګرځولو کمیسیون غونډه د مولوي عبدالحکیم شرعي په مشرۍ جوړه شوه. د دغه وزارت سرپرست او د دغه کمېسیون د مشر په مشرۍ په کابل او یو شمېر دولتي ولایتونو کې پنځلس زره جریبه ځمکه غصب شوې ده.
تر دې وړاندې د ځمکو د غصب د مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د بېرته راګرځولو کمېسیون په بېلابېلو ولایتونو کې لسګونه زره جریبه ځمکې تثبیت کړې وې.
باید وویل شي، چې په هېواد کې د اسلامي امارت له جوړېدو وروسته دولتي ځمکې له زورواکو بېرته ونیول شوې.