دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱ عقرب ۱۴۰۳ ساعت ۱۶:۲۶
د مطلب کود : 299084
په هرات کې څه دپاسه څلور زره زلزله ځپلو کورنيو ته دکورنيو توکو او روغتيايي کڅوړو ويشل
د افغان سرې میاشتې ټولنې اعلان کړی، چې د دې موسسې لوېدیځ ساحوي دفتر د هرات ولایت په ګلران ولسوالۍ کې پر ۴۵۰۰ زلزله ځپلو کورنیو روغتیايي کڅوړې او د کور توکي وېشلي دي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د افغان سرې میاشتې ټولنې مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې دغه مرستې د دې ولسوالۍ د څه باندې پنځوسو کلیو پر اوسېدونکو د خوراکي توکو تر څنګ د اړو کسانو له سروې وروسته وېشل شوې دي. 
 
په ورته وخت کې د ګلران ولسوالۍ اوسیدونکو د دغو مرستو په ترلاسه کولو خوښي څرګنده کړه او له اسلامي امارت څخه یې د لا زیاتو مرستو غوښتنه وکړه.
 
د يادونې وړ ده، چې په هرات ولايت کې د تېر کال زلزلې خلکو ته بې شمېره ځاني او مالي زيانونه اړولي وو.
https://avapress.net/vdch6wnik23nwvd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته