کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په هرات کې څه دپاسه څلور زره زلزله ځپلو کورنيو ته دکورنيو توکو او روغتيايي کڅوړو ويشل

1 عقرب 1403 ساعت 16:26

د افغان سرې میاشتې ټولنې اعلان کړی، چې د دې موسسې لوېدیځ ساحوي دفتر د هرات ولایت په ګلران ولسوالۍ کې پر ۴۵۰۰ زلزله ځپلو کورنیو روغتیايي کڅوړې او د کور توکي وېشلي دي.


آوا - کابل: د افغان سرې میاشتې ټولنې مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې دغه مرستې د دې ولسوالۍ د څه باندې پنځوسو کلیو پر اوسېدونکو د خوراکي توکو تر څنګ د اړو کسانو له سروې وروسته وېشل شوې دي. 
 
په ورته وخت کې د ګلران ولسوالۍ اوسیدونکو د دغو مرستو په ترلاسه کولو خوښي څرګنده کړه او له اسلامي امارت څخه یې د لا زیاتو مرستو غوښتنه وکړه.
 
د يادونې وړ ده، چې په هرات ولايت کې د تېر کال زلزلې خلکو ته بې شمېره ځاني او مالي زيانونه اړولي وو.


د مطلب کود: 299084

دمطلب پته :
https://www.avapress.net/ps/news/299084/په-هرات-کې-څه-دپاسه-څلور-زره-زلزله-ځپلو-کورنيو-ته-دکورنيو-توکو-او-روغتيايي-کڅوړو-ويشل

آوا
  https://www.avapress.net