دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱ عقرب ۱۴۰۳ ساعت ۱۶:۲۱
د مطلب کود : 299083
مولوي عبدالکبير نورو هېوادونو ته د ځوانانو د تګ په مخنيوي ټينګار کوي
د رئیس الوزرا سياسي مرستيال مولوي عبدالکبير د تخنيکي او مسلکي زده کړو له رئيس سره وکتل او د کار موندلو او نورو هېوادونو ته د افغان ځوانانو د مهاجرت پر مخنيوي يې ټينګار وکړ او د يادو ادارو د فعاليتونو د چټکتيا او ښه والي لپاره يې لازمې لارښوونې وکړې. 
افغان غږ خبری آژانس: د ارګ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د رئیس الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر، د تخنیکي او مسلکي زده کړو له رئیس مولوي غلام حیدر شهامت او ورسره پلاوي سره نن مازدیګر په ارګ کې وکتل.
 
په دې کتنه کې دتخنيکي او مسلکي زده کړو رياست سرپرست مولوي غلام حيدر شهامت وويل چې دغه رياست ديو نوښتګر او متشبث رياست په توګه غواړي چې په مسلکي اعتبار ، باثباته او له اوسنيو شرايطو سره سم دپوهنې سيستم جوړ کړي .
 
هغه زياته کړه، چې دغه رياست په ټول هېواد کې ٣٧٧ مرکزونه لري، چې په ١١١ بېلابېلو حرفوي او بنسټيزو برخو کې د ټولنې او بازار له اړتيا سره سم مسلکي او مسلکي کسان روزي، چې اوسمهال ٨٠زره کسان په کې په زده کړو بوخت دي.
 
د شهامت په وينا، د تخنيکي او مسلکي زده کړو رياست هڅه کوي، چې په لنډ وخت کې خپل مسلکي فارغان د کار بازار ته راوبولي، چې مسلکي کسانو ته د کار زمينه برابره او د افغان ځوانانو د کډوالۍ مخه ونيسي.
 
په همدې حال کې د رئیس الوزرا سياسي مرستيال مولوي عبدالکبير له دوى څخه دمعلوماتو له امله مننه وکړه او ويې ويل چې اسلامي امارت له ټولو دولتي او خصوصي ادارو څخه ملاتړ کوي او ټول ملت ته خدمت کول خپل مسووليت ګڼي.
 
د رئیس الوزرا مرستيال د کار موندلو او د افغان ځوانانو د مهاجرت په مخنيوي ټينګار وکړ او مولوي غلام حيدر شهامت ته يې د تخنيکي او مسلکي زده کړو رياست د فعاليتونو د ګړندي کولو او ښه والي لپاره لازمې لارښوونې وکړې .
 
د يادونې وړ ده چې په افغانستان کې د کار د نشتوالي له امله زياتره ځوانان نورو هېوادونو ته ځي.
https://avapress.net/vdcg7y9xwak9yz4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته