افغان غږ خبری آژانس: کابل: د اسلامي امارت د پوهنې وزارت مطبوعاتي دفتر په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د بامیان ولایت اوسېدونکو د پوهنې وزارت ته د یوه ښوونځي د جوړولو لپاره ځمکه ورکړې ده. ولایت
د نوموړي په وينا، د باميان ولايت د پنجاب ولسوالۍ اوسېدونکو محمد صادق او سيد امير په دې ولسوالۍ کې د دوو ښوونځيو د جوړولو لپاره خپله دوه نيم جريبه شخصي ځمکه مرسته کړې ده.
دغه وزارت زیاتوي، چې د پوهنې وزارت رهبري د بامیانو ولایت د اوسېدونکو د دغه نیک کار د ستاینې په ترڅ کې دا د هغوی لپاره صدقه جاریه بولي.
دا په داسې حال کې ده چې د بامیان ولایت اوسېدونکو په وار وار د ښوونځیو له نشتوالي شکایت کړی دی.