دخپریدو نیټه :دوشنبه ۳۰ میزان ۱۴۰۳ ساعت ۱۴:۵۸
د مطلب کود : 299021
د کانونو او پټرولیم وزارت پلاوی د چین له کانونو لیدنه وکړه
د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت اعلان وکړ چې دغه پلاوي د نکل، اوسپنې، المونیم، مسو، کوبالټ، پولیمتالیک کانونو او د چین د جین چوان او جیسکو شرکتونو له فابریکو څخه لیدنه وکړه.
افغان غږ خبری آژانس: د اسلامي امارت د کانونو او پټرولیم وزارت مطبوعاتي دفتر په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د یاد وزارت د ستر سلاکار وحیدالله حلیمي په مشرۍ د کانونو او پټرولیم وزارت یوه پلاوي د دغه وزارت د ستر سلاکار وحیدالله حلیمي په مشرۍ د چین د نکل، اوسپنې، المونیم، مسو، کوبالټ کانونو او د جنچوان او جیسکو شرکتونو او فابریکو څخه لیدنه وکړه.
 
د کانونو او پټرولیم وزارت وايي، د دغو کانونو استازو د کانونو او پټرولیم وزارت له پلاوي سره د کانونو د استخراج او په فابریکو کې د هغې د پروسس په برخه کې خپلې تجربې او نظریات شریک کړل او په دې برخه کې یې د دغه وزارت د همکارۍ ډاډ ورکړ.
 
د کانونو او پټرولیم وزارت یو پلاوی د لا زیاتو همکاریو په موخه چین ته تللی دی.
https://avapress.net/vdcir3arzt1a3u2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته