دخپریدو نیټه :دوشنبه ۳۰ میزان ۱۴۰۳ ساعت ۱۱:۲۳
د مطلب کود : 298995
اسلامي امارت له ټولو هغو بنسټونو ملاتړ کوي چې په افغانستان کې کار کوي
د رئیس الوزرا سیاسي مرستیال د «شیلتر» نړیوال سازمان له مسوولینو سره په لیدنه کې ویلي، چې اسلامي امارت له ټولو هغو بنسټونو ملاتړ کوي، چې له افغانستان سره کار کوي. په همدې حال کې د يادې موسسې مسوولينو ژمنه وکړه چې د پاتې پروژو د بشپړولو لپاره به خپلو مرستو ته دوام ورکړي.
افغان غږ خبری آژانس: کابل: د اجرائیه ریاست مطبوعاتي دفتر په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د رئیس الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر په هېواد کې د شیلتر نړیوال سازمان له مشر سره وکتل. 
 
د دې ادارې د معلوماتو له مخې، د شیلتر نړيوال بنسټ مشر وويل، ياده موسسه له تېرو څلورو لسيزو راهيسې د افغانستان له خلکو سره د روغتيا، پوهنې او اوبو رسولو په برخو کې مرستې کوي.
 
نوموړي همدا راز زياته کړه، چې له دې وړاندې يې هم له بې وزلو سره د مرستو لړۍ پيل کړې او په هرات، ننګرهار او يو شمېر نورو ولايتونو کې يې هم له بې وزلو سره مرستې کړې دي.
 
هغه وویل چې دغه سازمان د نیمګړو پروژو د بشپړولو لپاره د سرچینو په لټه کې دی او په افغانستان کې به خپلو مرستو ته دوام ورکړي.
 
د شیلټر نړیوال بنسټ مشر د دې ادارې ځینې ستونزې د حل په موخه د رئیس الوزرا له سیاسي مرستیال سره شریکې کړې او زیاته یې کړه چې په بهر کې یو شمېر خیریه موسسې او اشخاص له افغانانو سره مرستې ته چمتو دي.
 
له بلې خوا د رئيس الوزرا سیاسي مرستیال ویلي چې اسلامي امارت د ټولو همکارو بنسټونو ملاتړ کوي او هر څومره چې ممکنه وي اسانتیاوې به ورته برابرې کړي.
 
نوموړي شرکت ته د ستونزو د حل په موخه د اسلامي امارت د اړونده ادارو د اقدام ډاډ ورکړ.
https://avapress.net/vdchw6nim23nwwd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته