افغان غږ خبری آژانس - کابل: د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره لوګر ولایت ته د دغه وزارت د سرپرست مولوي عطاالله عمري د سفر خبر ورکړی دی.
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت زیاتوي، چې له ښاغلي عمري سره به په دغه سفر کې د کورنیو چارو وزارت مرستیالان، د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیالان او د اماراتو یو شمېر نور چارواکي مل وي.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې لوګر ولایت ته د دغه وزارت د سرپرست د سفر موخه د طبیعي ځنګلونو د پرې کولو، قاچاق او ساتنې مخنیوی و او په دې برخه کې یې له سیمه ییزو چارواکو او قومي مشرانو سره هم وکتل.
د یادولو وړ ده چې د جمهوریت پر مهال به د هیواد په اکثرو ولایتونو کې خلکو په خپلسري ډول ونې او ځنګلونه پرې کول او خرڅول خو د اسلامي امارت له جوړیدو وروسته دا لړۍ بنده شوه.