دخپریدو نیټه :شنبه ۲۸ میزان ۱۴۰۳ ساعت ۱۹:۵۵
د مطلب کود : 298913
په بادغیس کې د څه باندې شپږ میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو د یوې شبکې د جوړېدو چارې بشپړې شوې
د بادغیس ولایت سیمه ییز چارواکي وايي، د دغه ولایت په مرکز قلعه نو کې د ۶،۷ میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو د یوې شبکې د جوړولو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
افغان غږ خبری آژانس: د اسلامی امارت د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت مطبوعاتي دفتر په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د اوبو دغه شبکه د مرکز قلعه نو ولسوالۍ په اغا دره لامان کلي کې جوړه شوې ده. 
د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د معلوماتو له مخې: دغه شبکه چې د بادغیس د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست له لارې جوړه شوې، د اوبو د پنځو زیرمو جوړول، د اوبو د ۹۷ پایپونو نصبول او د ۱۷ کیلومترو په اوږدوالي پایپ لاینونه غځول شامل دي.
د دغې شبکې د کار په ترڅ کې لسګونو کسانو ته د کار زمینه برابره شوه او د دغې پروژې په بشپړیدو سره د اغا دره لامان کلي ۳۱۱ کورنۍ د څښاک له پاکو اوبو څخه برخمنې شوې.
https://avapress.net/vdchz6nix23nwwd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته