دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۵ میزان ۱۴۰۳ ساعت ۱۵:۵۴
د مطلب کود : 298723
امریکایان د افغان ولس د مبارزو له امله خبرو ته راضي شوي دي
په هرات کې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د نمایندګۍ مرستیال وايي، د افغان ولس مبارزې د دې لامل شوې، چې امریکايي ځواکونه له هېواده د وتلو لپاره خبرو ته مجبوره شول.
افغان غږ خبری آژانس - هرات: په هرات کې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت مرستیال مولوی رحمت الله فیضان وایی چې امریکایی ځواکونو د افغان ولس د مبارزو له امله له خبرو سره موافقه کړې ده.
فیضان وویل:«د افغانانو دښمنان باید پوه شي چې اشغالګرو د پټو تړونونو په لاسلیکولو سره افغانستان موږ ته نه دی سپارلی، بلکې د افغان ولس د سرښندنو په مقابل کې خبرو میز ته حاضر شول.
هغه په ​​افغانستان کې د اشغالګرو تاریخ ته په اشارې سره زیاته کړه: نه یوازې امریکا، بلکې پخوانی شوروی اتحاد او انګرېزانو هم خپل پرمختللی تجهیزات کېښودل او وتښتېدل.
په هرات کې دبهرنيو چارو دوزارت مرستيال دغه څرګندونې په داسې حال کې کوي چې د جمهوري اسلامی ورځپاڼې په دې وروستيو کې د افغان مهاجرينو سپکاوى کړى دى .
https://avapress.net/vdcgx79xwak9yu4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته