کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

رحمت الله فیضان:

امریکایان د افغان ولس د مبارزو له امله خبرو ته راضي شوي دي

25 میزان 1403 ساعت 15:54

په هرات کې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د نمایندګۍ مرستیال وايي، د افغان ولس مبارزې د دې لامل شوې، چې امریکايي ځواکونه له هېواده د وتلو لپاره خبرو ته مجبوره شول.


آوا - هرات: په هرات کې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت مرستیال مولوی رحمت الله فیضان وایی چې امریکایی ځواکونو د افغان ولس د مبارزو له امله له خبرو سره موافقه کړې ده.
فیضان وویل:«د افغانانو دښمنان باید پوه شي چې اشغالګرو د پټو تړونونو په لاسلیکولو سره افغانستان موږ ته نه دی سپارلی، بلکې د افغان ولس د سرښندنو په مقابل کې خبرو میز ته حاضر شول.
هغه په ​​افغانستان کې د اشغالګرو تاریخ ته په اشارې سره زیاته کړه: نه یوازې امریکا، بلکې پخوانی شوروی اتحاد او انګرېزانو هم خپل پرمختللی تجهیزات کېښودل او وتښتېدل.
په هرات کې دبهرنيو چارو دوزارت مرستيال دغه څرګندونې په داسې حال کې کوي چې د جمهوري اسلامی ورځپاڼې په دې وروستيو کې د افغان مهاجرينو سپکاوى کړى دى .


د مطلب کود: 298723

دمطلب پته :
https://www.avapress.net/ps/news/298723/امریکایان-د-افغان-ولس-مبارزو-له-امله-خبرو-ته-راضي-شوي-دي

آوا
  https://www.avapress.net