دخپریدو نیټه :شنبه ۲۸ میزان ۱۴۰۳ ساعت ۱۵:۴۱
د مطلب کود : 298893
په لغمان کې د جلغوزو حاصلات ۱۸ سلنه زیات شوي دي
د لغمان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وايي، د تېر کال په پرتله په دغه ولایت کې د جلغوزو حاصلات ۱۸ سلنه زیات شوي دي.
افغان غږ خبری آژانس : د لغمان ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مطبوعاتي دفتر په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د ورکړل شویو شمېرو له مخې سږ کال د لغمان له ځنګلونو څخه ۲۵ ټنه جلغوزي حاصل شوي دي.
 
د لغمان د کرنې ریاست د ځنګلونو رییس توریالی پیغم وايي، د ځنګلونو ساتنه او پراخوالی او همدارنګه خلکو ته د ځنګلونو د ودې او حاصلاتو په اړه تبلیغات د جلغوزو د حاصلاتو د زیاتوالي اصلي لاملونه دي.
 
د يادونې وړ ده، چې د افغانستان جلغوزي په ښه کيفيت سره په کورنيو او نړيوالو بازارونو کې ډېر پېرودونکي لري.
https://avapress.net/vdceov8wxjh8ovi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته