کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په لغمان کې د جلغوزو حاصلات ۱۸ سلنه زیات شوي دي

28 میزان 1403 ساعت 15:41

د لغمان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وايي، د تېر کال په پرتله په دغه ولایت کې د جلغوزو حاصلات ۱۸ سلنه زیات شوي دي.


آوا : د لغمان ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مطبوعاتي دفتر په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د ورکړل شویو شمېرو له مخې سږ کال د لغمان له ځنګلونو څخه ۲۵ ټنه جلغوزي حاصل شوي دي.
 
د لغمان د کرنې ریاست د ځنګلونو رییس توریالی پیغم وايي، د ځنګلونو ساتنه او پراخوالی او همدارنګه خلکو ته د ځنګلونو د ودې او حاصلاتو په اړه تبلیغات د جلغوزو د حاصلاتو د زیاتوالي اصلي لاملونه دي.
 
د يادونې وړ ده، چې د افغانستان جلغوزي په ښه کيفيت سره په کورنيو او نړيوالو بازارونو کې ډېر پېرودونکي لري.


د مطلب کود: 298893

دمطلب پته :
https://www.avapress.net/ps/news/298893/په-لغمان-کې-د-جلغوزو-حاصلات-۱۸-سلنه-زیات-شوي-دي

آوا
  https://www.avapress.net