افغان غږ خبری آژانس - کابل: د افغانستان اسلامی امارت د تسلیت په دغه پیغام کې د نړۍ له ټولو مسلمانانو غوښتی چې د فلسطین د مظلوم ولس ملاتړ وکړی او د هغوی تر څنګ ودریږی او په دې برخه کې خپل الهي مکلفیت ادا کړي.
په دې اړه د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت د تسلیت پیغام بشپړ متن په لاندې ډول دی:
په ډیرې خواشینۍ سره مو خبر ترلاسه کړ چې د حماس د اسلامي غورځنګ مشر یحیی ابراهیم حسن السنوار د صهیونیسټي نیواکګر اسرائیلو په برید کې شهید شوی دی.
د الله جل جلاله په لاره کې شهادت د مجاهدینو ستر هدف دی. د مجاهد ورور او اتل یحیی السنوار د شهادت په مناسبت د حماس اسلامي غورځنګ، ټولو مجاهدینو او په ځانګړې توګه د فلسطین مظلوم او مجاهد ملت ته تسلیت وړاندې کوو.
الله تعالی دې د شهید سنور شهادت قبول کړي او کورنۍ، دوستانو او خپلوانو ته دې د زړه صبر او اجر عظیم ورکړي.
غاصب اسرائیل باید هیر نکړي چې د ستر مجاهدینو شهادت د دښمن پر وړاندې جهادي مبارزه څو چنده ګړندۍ او لا پیاوړې کړه.
موږ د نړۍ له ټولو مسلمانانو څخه غواړو چې د فلسطین د مظلومو خلکو له ملاتړه لاس واخلي. د دوی تر څنګ ودریږئ او هغه الهی مکلفیت چې په دې برخه کې په هرچا پلي کیږي پوره کړئ.
د افغانستان اسلامي امارت