دخپریدو نیټه :شنبه ۲۸ میزان ۱۴۰۳ ساعت ۱۷:۱۰
د مطلب کود : 298902
د نغلو د ۱۰ میګاواټه لمریزې برېښنا د تولید فابریکه پرانیستل شوه
د اسلامي امارت د انرژی او اوبو وزارت مسؤلینو په کابل کې د نغلو د ۱۰ میګاواټه لمریزې برېښنا بند د پرانېستې په مراسمو کې وویل، چې په کابل او ننګرهار کې ۱۰ زره کورنۍ له برېښنا برخمنې شوې دي.
افغان غږ خبری آژانس: د اسلامي امارت د انرژی او اوبو وزارت د دولتي چارواکو په حضور کې د شنبې په ورځ په کابل کې د نغلو د ۱۰ میګاواټه لمریزې بریښنا بند د پرانېستې مراسم ترسره کړل.
د انرژۍ او اوبو وزارت چارواکي وايي، د نغلو د لمریزې برېښنا بند به د افغانستان پر برېښنا بندونو فشار راکم کړي او په پلازمېنه او ننګرهار کې به د برېښنا پرچاوۍ کمه کړي.
د دوی په وینا په کابل او ننګرهار کې لس زره کورنۍ برېښنا ته لاسرسی لري.
د انرژۍ او اوبو سرپرست وزیر ملا عبداللطیف منصور وايي، افغانستان اوس مهال ۹۰۰ میګاواټه برېښنا ته لاس رسی لري او هڅې روانې دي چې دغه شمېر ۱۰۰۰ میګاواټو ته لوړ شي.
د انرژۍ او اوبو سرپرست وزیر همداراز زیاته کړه، د اوبو مدیریت، د انرژۍ تولید او واردات د انرژۍ او اوبو وزارت مهم لومړیتوبونه دي.
هغه زیاته کړه، نړۍ هم په دې پوه شوې چې د بشپړ امنیت ترڅنګ د اوبو د مدیریت او د انرژۍ د تولید په برخه کې د اسلامي امارت درې کلن فعالیتونه بې ساری او د پام وړ دي.
د یادولو وړ ده چې د کابل او ننګرهار اوسیدونکو د لمریزې بریښنا د پروژې د تطبیق په برخه کې د اسلامي امارت د هلو ځلو هرکلی کړی دی.
https://avapress.net/vdcfxcd00w6d11a.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته