افغان غږ خبری آژانس - بامیان: د څه باندې ۹ میلیونه افغانیو په ارزښت د اوبو رسولو دوه پروژې د بامیان د والي مولوي عبدالله سرحدي، د کلیو د بیارغونې او پراختیا رئیس ملا ضیاء الله خادم او د علماوو د یوې غونډې په ترڅ کې پرانیستل شوې. د دغه ولايت د سيغان ولسوالۍ د امرود او پشنګ په کليو کې د نفوذي کسانو لاس ته ورغلي.
مولوي عبدالله سرحدي د پشنګ او امرود له خلکو وغوښتل چې د اوبو د زېرمو ساتنه، د اوبو د نلونو د سیستم او له اوبو څخه سمه ګټه پورته کړي.
د یادولو وړ ده چې د اوبو رسولو د دغو شبکو د پروژو بودیجه د ۹ میلیونو ۵۹۷ زره افغانیو په مجموعي لګښت د یونیسف ادارې له خوا ورکول کیږي او د بامیانو د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست لخوا تطبیقیږي.
د دغو پروژو د اوبو رسولو له شبکې څخه به درې جوماتونه، یو ښوونځی، یو روغتیایی مرکز او ۵۱۰ کورنۍ ګټه پورته کړي.