کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په بامیان کې د څه باندې ۹ میلیونه افغانیو په ارزښت د اوبو رسولو دوه پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

28 میزان 1403 ساعت 17:07

د بامیان ولایت د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست په همکارۍ د یونیسف ادارې له خوا د څه باندې ۹ میلیونه افغانیو په لګښت د دغه ولایت په سیغان ولسوالۍ کې د اوبو رسولو دوه پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.


آوا - بامیان: د څه باندې ۹ میلیونه افغانیو په ارزښت د اوبو رسولو دوه پروژې د بامیان د والي مولوي عبدالله سرحدي، د کلیو د بیارغونې او پراختیا رئیس ملا ضیاء الله خادم او د علماوو د یوې غونډې په ترڅ کې پرانیستل شوې. د دغه ولايت د سيغان ولسوالۍ د امرود او پشنګ په کليو کې د نفوذي کسانو لاس ته ورغلي.
 
مولوي عبدالله سرحدي د پشنګ او امرود له خلکو وغوښتل چې د اوبو د زېرمو ساتنه، د اوبو د نلونو د سیستم او له اوبو څخه سمه ګټه پورته کړي.
 
د یادولو وړ ده چې د اوبو رسولو د دغو شبکو د پروژو بودیجه د ۹ میلیونو ۵۹۷ زره افغانیو په مجموعي لګښت د یونیسف ادارې له خوا ورکول کیږي او د بامیانو د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست لخوا تطبیقیږي.
 
د دغو پروژو د اوبو رسولو له شبکې څخه به درې جوماتونه، یو ښوونځی، یو روغتیایی مرکز او ۵۱۰ کورنۍ ګټه پورته کړي.


د مطلب کود: 298901

دمطلب پته :
https://www.avapress.net/ps/news/298901/په-بامیان-کې-د-څه-باندې-۹-میلیونه-افغانیو-ارزښت-اوبو-رسولو-دوه-پروژې-ګټې-اخیستنې-ته-وسپارل-شوې

آوا
  https://www.avapress.net