دخپریدو نیټه :شنبه ۲۸ میزان ۱۴۰۳ ساعت ۱۳:۰۲
د مطلب کود : 298873
د حزب الله د بې پیلوټه الوتکې د نتانیاهو د استوګنې په نښه کړي
د العربي قطر د راپور له مخې، د حزب الله بې پیلوټه الوتکې نن سهار د نتانیاهو پر استوګنځي برید وکړ. د بنیامین نتانیاهو دفتر تایید کړه چې یوې بې پیلوټه الوتکې په قیصریا کې د نتانیاهو پر استوګنځي برید کړی، خو هغه هلته نه و.
افغان غږ خبری آژانس: یوه قطري رسنیو خبر ورکړی، چې د لبنان د اسلامي مقاومت ډرون الوتکې د اشغال شوي فلسطین په شمال لویدیځ کې په یوه ساحلي سیمه کې د نتانیاهو پر استوګنځي برید کړی دی.
"العربی" چینل نن (شنبه) د ځینو سرچینو په حواله خبر ورکړ چې د حزب الله هغه ډرون چې نن سهار د قیصاریه سیمې په لور وتوغول شوه د نتانیاهو د استوګنې کور په نښه کړ.
یو ساعت مخکې اسرائیلي رسنیو د اشغال شوي فلسطین شمال ته د دریو بې پیلوټه الوتکو د ننوتلو اعلان وکړ او ادعا یې وکړه چې له دغو بې پیلوټه الوتکو څخه یوازې یوه یې په قیصریه کې په نښه کړې ده.
د اسرائیلو پوځ تایید کړې چې یوې بې پیلوټه الوتکې د قیصاریه په سیمه کې یوه ودانۍ په نښه کړې ده. خو نوموړي په دې اړه نور جزیات نه دي خپاره کړي
د بنیامین نتانیاهو دفتر تایید کړه چې بې پیلوټه الوتکې په قیصریا کې د نتانیاهو په استوګنځي برید کړی، مګر دا چې هغه هلته نه و.
اسرائیلي رسنیو د دغه راپور تر خپریدو پورې د هغه ځای عکسونه نه دي خپاره کړي چې دغه ډرون په کوم ځای کې ویشتل شوی دی.
ځايي سرچينې وايي، بې پيلوټه الوتکې په قيصاريه کې ټاکل شوي هدف ته له رسېدو وړاندې يو ساعت په اسمان کې ګزمه کوله او د اسرائيلو دفاعي ځواکونو يې په شنډولو کې پاتې راغلل.
دصهیونیسټ رژیم دیارلس(۱۳) چینل ټینګار وکړ شپږ بې پیلوټه الوتکې له لبنان څخه د نیواک شویو سیمو په لور وتوغول شوې .
دې شبکې ادعا کړې چې پوځ د دغو بې پیلوټه الوتکو ځینې مداخله کړې او ویشتلې ده.
د صهیونیسټی راډیو او ټیلیویژنی موسسې هم ټینګار وکړ هغه بې پیلوټه الوتکه چې د قیصاریه ( د نتانیاهو د استوګنې ځای ) ته ننوتله له لبنان څخه ۷۰ کیلومتره واټن وهلی چې دغه ښار ته ورسیږی او په مستقیمه توګه یوې ودانۍ ته ورسیږی .
ډیری عبراني سرچینو تایید کړې چې په نښه شوې ودانۍ د نتانیاهو د استوګنې ځای دی.
اوس مهال په قیصریه کې خورا سخت امنیتي تدابیر نیول شوي او هیچا ته اجازه نه ورکول کیږي چې د نتانیاهو کور ته نږدې شي.
د اسراییلو پوځ د دې په اړه پلټنې پیل کړې چې ولې هوايي دفاع ناکامه شوه
د اسراییلو پوځ د بې پیلوټه الوتکې د مخنیوي لپاره د هوایی دفاعي سیسټم د ناکامۍ او د سایرنونو په فعالولو کې د ناکامۍ په اړه تحقیقات پیل کړي دي.
اسرائیلي سرچینو تاکید وکړ چې یوې اپاچي چورلکې هڅه وکړه چې دغه ډرون د عکر په آسمان کښې وغورځوي خو بریالۍ نه شوه او دغه بې پیلوټه الوتکه په قیصریه کښې یوې ودانۍ ته د ننوتلو تر وخته پورې په خپله لاره روانه وه.
https://avapress.net/vdccm4qi12bqo48.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته