کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په بادغیس کې د څه باندې شپږ میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو د یوې شبکې د جوړېدو چارې بشپړې شوې

28 میزان 1403 ساعت 19:55

د بادغیس ولایت سیمه ییز چارواکي وايي، د دغه ولایت په مرکز قلعه نو کې د ۶،۷ میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو د یوې شبکې د جوړولو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.


آوا: د اسلامی امارت د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت مطبوعاتي دفتر په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د اوبو دغه شبکه د مرکز قلعه نو ولسوالۍ په اغا دره لامان کلي کې جوړه شوې ده. 
د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د معلوماتو له مخې: دغه شبکه چې د بادغیس د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست له لارې جوړه شوې، د اوبو د پنځو زیرمو جوړول، د اوبو د ۹۷ پایپونو نصبول او د ۱۷ کیلومترو په اوږدوالي پایپ لاینونه غځول شامل دي.
د دغې شبکې د کار په ترڅ کې لسګونو کسانو ته د کار زمینه برابره شوه او د دغې پروژې په بشپړیدو سره د اغا دره لامان کلي ۳۱۱ کورنۍ د څښاک له پاکو اوبو څخه برخمنې شوې.


د مطلب کود: 298913

دمطلب پته :
https://www.avapress.net/ps/news/298913/په-بادغیس-کې-د-څه-باندې-شپږ-میلیونه-افغانیو-لګښت-اوبو-یوې-شبکې-جوړېدو-چارې-بشپړې-شوې

آوا
  https://www.avapress.net